23
الثلاثاء, تموز

د هلمند اوسېدونکي د بوست فابریکې بیا فعالیدو ته خوښ دي

Typography

د مالیې وزارت په هلمند ولایت کې د بوست تصدۍ فابریکې ته د ۳۰۰ میلیونه افغانیو د ځانګړي کولو خبر ورکوي.

HMD Photo The Officer of Boost Factory Muhammad Wazir Khan

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د هلمند والي حیات الله حیات سره د لېدنې پر مهال وویل، چې د بوست تصدۍ د فابریکې د بیا فعالولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي حکیمي ویلي، چې ولسمشر غني له هلمند څخه تر راستنېدو وروسته ورڅخه د بوست فابریکې د بیا فعالولو غوښتنه وکړه.

دده په وینا، ولسمشر له مالیې وزارت څخه وغوښتل، چې دغې فابریکې ته بودیجه ځانګړې کړي ترڅو د هلمند اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د هلمند د ولایتي شورا یو غړی عطاالله افغان وايي، د دغې فابریکې په فعالیدو سره به د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو د ودې ترڅنګ، د هغوی اقتصاد هم وده وکړي، چې په پایله کې به د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې دمګړۍ زیاتره ځوانان بې روزګاره دي، خو د دغې فابریکې په بیا فعالیدو سره به لوستي ځوانان په دغه فابریکه کې جذب شي او د ولسوالیو ځوانان به د مالوچو په راټولولو بوخت شي.

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی، خلیل الرحمن وايي، چې د کرنې په برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي دي.

ده وویل، چې د دغې فابریکې تر فعالیدو وروسته به د یوه فعال ځوان په توګه خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

له بلې خوا، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په نږدې راتلونکې کې به نورې پرمختیایي پروژې هم په دغه ولایت کې پلې شي.