20
الأحد, تشرين1

روغتيا او بريښنا د نورستانيانو ژوند بدلولی شي

Typography

افغان حکومت غواړي، چې په نورستان ولايت کې داسې پرمختيايي پروژې پلې کړي، چې د دغه ولایت د اوسيدونکو اوسنۍ ستونزې ورسره هوارې شي.

نورستان یو غرنی ولایت دی، چې د هيواد په ختيځ کې پروت دی.

په وروستيو کې په نورستان ولايت کې د رغونې او پرمختګ کارونه چټک شوي، سړکونه، روغتونونه، سربندونه او د بريښنا بند هغه پروژې دي، چې په بشپړيدو سره به يې د نورستانيانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.

که څه هم دمګړۍ په نورستان ولايت کې پر ګڼو پروژو کار روان دی، خو د ولايتي روغتون او د بريښنا بند هغه پروژې دي، چې د نورستان اوسيدونکي يې بشپړيدو ته ډیر ليواله دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، دا دواړه پروژې د دې ولايت د خلکو لپاره ډيرې مهمې دي، ځکه پخوا په دې برخه کې هيڅ کار نه وو ترسره شوی.

نوموړی وايي چې د ولايتي روغتون په جوړيدو سره به د ناروغانو درملنه په دغه ولايت کې کيږي.

والي زياتوي، چې د بريښنا بند پروژې په بشپړيدو سره به د دغه ولايت زرګونه کورنۍ، دولتي ودانۍ او شخصي کوچنۍ فابريکې بريښنا ولري.

د نورستان ولايت د بريښنا بند د بريښنا شرکت په مالي لګښت د ۸۸ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي، چې د ۲ ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفیت به ولري.

چارواکي وايي، چې د دغه بند چارې به په راتلونکو ۲ مياشتو کې بشپړې شي. د دې ترڅنګ د ولايتي روغتون ودانۍ، چې د ځایي خلکو لخوا ورته ۱۰ جريبه ځمکه ځانګړې شوې، د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۱۸۶ ميليونه افغانيو په لګښت په ۵۰ بسترونو کې جوړیږي.

ځایي چارواکي وايي، چې د رغنيزو او پرمختيايي چارو ترڅنګ، عام ولس يې د امنيت په برخه کې هم کلک ملاتړی دی او همدا علت دی، چې په دغه ولايت کې امنيت هم تر ډيره د ډاډ وړ دی.