17
الخميس, تشرين1

بریښنا د پرمختګ حیاتي فکتور

Typography

د افغانستان اسلامي دولت د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د سوکالۍ لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کوي.

 

6 NGR inauguration of power project people appreciate 1st PD

د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني د دغې پروژې د پرنیستې مراسمو پر مهال رسنیو ته وویل، چې ۴.۵ میګاواټه بریښنا د نغلو بند څخه د ۸۴ کیلومتره مزو له لارې ننګرهار ته لیږدول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: "دا ډیرې د خوښۍ شیبې دي، چې موږ د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د بریښنا داسې پروژه پلې کړه، چې له امله یې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې ۴۲۰۰ کورنۍ له بریښنا څخه برخمنې شوې."

د ده په وینا، دوی د هیواد په کچه د بریښنا د ستونزو د هواري لپاره ډیر پلانونه لري.

د اوبو او بریښنا وزیر وویل: "د درونټې د بریښنا بند د بیارغونې چارې روانې دي. په کامې ولسوالۍ کې د بریښنا یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې او ډیر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي. په ننګرهار کې د حسار شاهي پارک لپاره به د ۴۰ میګاواټه بریښنا تدابیر ونیول شي، چې دا بریښنا ته د ننګرهاریانو د لاسرسي لپاره زموږ پلانونه دي."

په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې دولت ټولو هیوادوالو ته د بریښنا پر برابرولو کار کوي، ځکه بریښنا د ولس د پرمختګ اصلي فکتور دی.

نوموړي وویل: "د بریښنا په زیاتیدو سره شتمنو کسانو ته د پانګونې موکې زیاتیږي، له بلې خوا ټکنالوژۍ ته د خلکو لاسرسۍ او د فابریکو شمیر هم ورسره زیاتیږي. دا د ټولو سکتورونو د پرمختګ مهم فکتورونه دي."

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې یوه دیني عالم محمدالله رسولي د بنسټیزو پروژو د پلې کولو له امله مننه وکړه. نوموړي وویل: "په اوړي کې د ننګرهار هوا ډیره توده وي، چې خلکو ته ډیرې ستونزې پیدا کوي. هر څومره، چې بریښنا زیاتیږي، د خلکو ستونزې هم ورسره کمې کېږي."

د اقصادي چارو یو کارپوه، شجاع الدین نیکمل د اقتصادي ودې او خلکو د سوکالۍ لپاره د دولت پلانونه وستایل. نوموړي وویل: "د بریښنا د نویو بندونو، پلونو، سړکونو، اوبو کانالونو او نورو بنسټیزو پروژو د جوړولو لپاره د دولت هڅې په دې وروستیو کې چټکې شوې دي. د دولت دغو ګټورو پروګرامونو د روښانه راتلونکې او د هیواد د پرمختګ لپاره زما هیلې ډیرې کړې دي."