17
الخميس, تشرين1

په کامې ولسوالي کې د امنيت ښه والى

Typography

افغانان له جګړې ستومانه شويدي او د خپل ورځني ژوند پرمخ بيولو لپاره د سولې او امنيت تږي دي. کامه د ننګرهار ولايت يو له امنو ولسواليو ګڼل کيږي چې خلک ېې خپل ژوند  افغان حکومت او امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ له کبله په سوله ييز چاپريالل کې پرمخ بيايي.


دغه ولسوالي د جلال آباد ښار په ٢٢ کيلومترۍ کې پروت دى چې د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو ولسواليو شمير کيږي چې ډيري خلک ېې په کرهنې ، مالدارۍ ، لاسي صنايعو او نورو فعاليتونو بوخت دي.
د کامې ولسوال ښاغلي عطاالرحمن هډه وال څرګندوي چې،د دې ولسوالۍ  په ټولو سيمو کې امنيت ښه ده او په تيرو شپږو مياشتو کې هيڅ يو ناوړه پيښه رامنځته شوې نده . نوموړي د سولې او امنيت په راوستلو کې د خلکو له دوامدارې مرستې ستاينه وکړه . هغه وړاندي ووييل،"د نورو ولسواليو خلک هم بايد د دې ولسوالۍ خلکو ته وګوري او په خپله سيمه کې د امنيت راوستلو پخاطر حکومت سره مرسته وکړي. "
ښاغلي هډه وال وړاندې وويل،په دي ولسوالۍ کې د اقتصاد، ښوونه او روزنه او همدارنګه د روغتيايي خدمتونه وده د امنيت له کبله رامنځته شويدي. د نوموړي په وينا،"چيرته چې امنيت وي، هلته د افغانستان اسلامي دولت کولاي شي د خلکو د سوکالۍ پخاطر په اغيزمنه توګه کار  وکړي. "
د کامې ولسوالي يو تن سپينږى ټينګار کوي چې د امنيت په راوستلو کې د خلکو مرسته د دوي خپله په ګته دى. هغه وړاندي ووييل،مونږ په حکومت سر ه خپلو مرسته دوام ورکوو  او د هغو کسانو په وړاندي چې زمونږ امنيت ويجاړوي ودريږو. تر هغو چې امنیت لرو کوالای شوخپل ځان او خپل راتلونکي نسل ته کار وکړو. "