21
الأحد, تموز

افغان حکومت د ښو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې هڅه کوي د خلکو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي. سرکاڼو او مروره د  کونړ ولايت دوه هغه ولسوالۍ دي، چې د ډيورنډ کرښې ته څيرمه پرتې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ولایت کې پر جوادیه جومات د ځانمرګي برید قربانیانو د کورنیو له غړو سره د خواخوږۍ په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

په خوست ولایت کې د کرنې د ودې او کلیو پراختیا د پروګرام مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د شاتو مچیو د روزنې لپاره څه باندې ۱۰۰ مرکزونه جوړ کړي، چې په کال کې د۳۰ زره کیلو ګرامه شاتو د تولید وړتیا لري.

د خوست ولایت د شيخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه په يوه لوی ښوونیز مرکز بدليدونکی دی. دغه پوهنتون کلونه وړاندې د متحدو عربي اماراتو له لوري د مليونونو ډالرو  په ارزښت جوړ شو، خو اوس يې د بيارغولو لپاره افغان دولت مټې رابډ وهلې دي.

پریکنده پریکړې، د سیمې د اوسېدونکو هر اړخیزه همکاري او پرمختللي تجهیزات د دې لامل شوي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د وسله والو په ځپلو او د امنیت په ټینګښت کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

المزيد من المقالات...