افغان امنیتي ځواکونو د کندز خان آباد ولسوالۍ بېرته ونیوه

Typography

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو له طالب وسله‎والو سره تر څو ساعته نښتو وروسته د کندز خان آباد ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې راوسته.

andsf recuptured yamgan districtد دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:"ټول دولتي بنسټونه پر دې تمرکز کوي چې په خان آباد ولسوالۍ کې پر دولت له څلورو لورو برید وکړي."
د کندز ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونه د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې نښته کې د پرمختګ په حال کې دي او د شنبې پر شپه یې په دې ولسوالۍ کې د یادې ډلې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم دوام لري.
چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ ډېر شمېر سیمې د وسله‎والو له شتون څخه پاکې شوې دي، او طالبانو ته درنه مرګ‎ژوبله هم اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي چې کندز ته په کافي اندازه ځواکونه رسېدلي او د وسله‎والو ځپلو په موخه به عملیات دوام وکړي.