د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوې جوړې شوې غونډې ګډونوالو د حکومت د شفافيت او حساب ولۍ په موخه، په بنسټیزه کچه په تصمیم نیولو کې د مدني ټولنې د ونډې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

Typography

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې جوړې شوې غونډې ګډونوالو د حکومت د شفافيت او حساب ولۍ په موخه، په بنسټیزه کچه په تصمیم نیولو کې د مدني ټولنې د ونډې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په دي غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سيمه ييز دفتر په ملاتړجوړه شوې وه، شاوخوا ۴۰ تنو برخه اخیستې وه ترڅو په هغو ستونزو خبرې وکړي چې په محلي کچه د تصميم نيونو په برخه کې مدني ټولنه وسره مخ ده او د بهبود لپاره یې عملي اقدامات تر سره کړي.
د یکاولنګ ولسوال، عبدالحمید مبارز چې د ځوانانو، د ښځو د حقونو فعالینو او سیمه ییزو مشرانو سره په بحث کې برخه واخیسته، وویل: " په سیمه ییزه کچه بریالی حکومت د ټولنې د ټولو اقشارو مشارکت ته اړتیا لري، په تیره بیا د ځوانانو او ښځو. "