په سمنګان ولایت کې د ۴۳ ټولګټو پروژو عملي چارې پیل شوي

Typography

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني؛ په سمنګان ولایت کې د ۴۳ ټولګټو پروژو عملي چارې پیل کړې.


په یادو پروژو کې د سربند، د اوبو د کانالونو، استنادي دیوالونو، سړک، پل او پلګوټو جوړول شامل دي چې د څه د پاسه ۲۱۹ ملیونه افغانیو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام له لارې د سمنګان ولایت د ولسوالیو او مرکز شاوخوا کلیو کې پلې کیږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په هغه کنفرانس کې چې د والي، د سیمه ییزو ادارو د مسوولینو، مشرانو او متنفذینو په حضور کې جوړ شوی وو څرګنده کړه:
«د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي وحدت حکومت د کار له پیل څخه تراوسه پورې په سمنګان ولایت کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
له نېکه مرغه د دوو کلونو په اوږدو کې ۶۴۶ پرمختیایي پروژې د ۲۱.۵ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ترانسپورت، اوبو لګولو، د څښاک د روغتیایي اوبو، برښنا، روغتیا، معارف او د سیمې د پراختیا په سکتورونو کې د حضرت سلطان، خرم و سارباغ، دره صوف بالا، دره صوف پایین، فیروزنخچیر او روی دوآب ولسوالیو او مرکز ایبک ته څېرمه بېلا بېلو کلیو کې بشپړې او د کلیوالو د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلې دي.
د یادو پروژو تطبیق، کلیوالو ته د کار د زمینو په برابره ولو او د سمنګانو د اقتصاد د رشد په برخه کې اساسي او کلیدي نقش درلودلی دی.
ښاغلي دراني زیاته کړه : «همدا اوس د ۶۷ نورو عمراني پروژو کار د څه د پاسه ۴۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت په بېلا بېلو سکتورونو کې د سمنګان ولایت په ولسوالیو او مرکز کې ادامه لري.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د سمنګانو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام د ساتنې، څارنې او کارموندنې پروګرام د ډېر ژر پیلېدو خبر ورکړ یادونه یې وکړه: «یاد پراختیایي پروګرام د ویجاړو شوو، نیمه فعالو او غیر فعالو پروژو د رغونې، د بېوزلۍ د کمښت او د کلیوالو د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه، د راتلونکو ورځو په بهیر کې په سمنګان ولایت کې پیلېږي.
د دې پراختیایي تګلوري پرلاره اچول به څه د پاسه ۱۳ زره سمنګانیانو ته د لنډ مهاله اشتغال زمینه برابره کړي.
په دې جوړونکي حرکت کې، ۱۳۰ ملیونه افغانۍ د ۲۶۰ پرمختیایي شوراګانو، د څه باندې ۲۰۰ وړاندیز شوو پروژو بیارغونې ته د روی دوآب، دره صوف بالا، خرم او سارباغ او حضرت سلطان په ولسوالیو کې ځانګړې شوې دي.