د تاشقرغان تنګی رغول کیږي

Typography

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني؛ د تاشقرغان د تنګي د پروژې او په بلخ ولایت کې د نورو ۲۴ زېربنایي پروژو عملي کار رسما پرانیست.

د تاشقرغان د تنګي پروژه چې په هغې کې د سړک، کانال او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي د آسیایي پراختیایي بانک د ۱۷۱ ملیونه افغانیو په مرستې سره به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات د ساحوي انسجام پروګرام له لارې، په راتلونکو دوو میاشتو کې په اساسي او پاخه ډول بشپړه او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
د تاشقرغان تنګی، د هېواد د شمال په لویه لارکې یوه حیاتي سیمه ده چې د وروستیو سیلابونو له امله ډېره ویجاړه او د هغې په بیاجوړولو سره، د شمال د څو ولایتونو د مسافرانو د ترانسپورتي وسایطو د تګ راتګ ستونزه لیري کیږي.
په همدې توګه د ۲۴ پرمختیایي پروژو عملي کار د ۱۶۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له خوا د بنسټ د ډبرې په اېښودلو سره د بلخ ولایت په مربوطاتو کې پیل شو.
په یادو پروژو کې د اوبو د بند، پل، پلګوټو، استنادي دیوالونو او اوبو لګولو کانالونو بیارغول شامل دي، چې د بلخ ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې پلې کیږي.
دغه راز نصیر احمد دراني د کرنې د اوبو د کوچنیو کانالونو درې پروژې د بلخ ولایت د خلم، بلخ او نهر شاهي په ولسوالیو کې پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وایي :«همدا اوس د دې وزارت د نږدې ۵۰ ټولګټو پروژو د جوړولو چارې د څه د پاسه ۴۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ولسوالیو په بېلا بېلو کلیو کې روانې دي، چې د هغو په بشپړېدلو سره د اړو کلیوالو د ستونزو ډېره ستره برخه هوارېږي.