په بغلان کې د پروژو پلې کېدل

Typography

د بغلان په ولایت کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدوکې،د ۲۲ ټولګټو پروژو په تطبیق سره ؛ ۴۷۴۸ زره کلیوالي کورنیو لازمو آسانتیاوو ته لاسرسی موندلی دی .

په یا دو پروژو کې د ۱۶۴۰ کیلو متره سړک کرېړ اچول ، د۵۰ متره کېبلی پل ، یو کلنیک ،۱۱۰۰ متره استنادی دېوال ، د اوبو رسولو د۸۱۶۰ متره شبکي ، د اوبو د ۷  زېرمتونونو ، د ۳۰.۵ کیلوواټو په ظرفیت د برښنا د دوو ، کوچینو دستګاوو جوړول،د ۳۷ نیمه  ژورو او ۲ ژورو څاګانو کیندل شامل دي چې د برکه ،نهرین ،دوشی د هن غوري ،پل حصار ولسوالیو او مرکز پلخمري په بېلابېلو کلیو کې د ۴۳ مېلونه او ۸۷۶ زره افغانیو او د خلکو په لس سلنې ونډې سره د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام له لارې بشپړې او د ګټې اخستنې و ړګرځېدلې دي.