افغان ځواکونه په شمال کې څلور ام ډی-۵۳۰ ډوله الوتکي ترلاسه کړل

Typography

دافغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هیواد په شمال کې څلور ام ډی -۵۳۰ ډوله دسپکو عملیاتو الوتکې ترلاسه کړل.

دافغانستان دهوايی ځواک قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ  په مزارشریف کې خبریالانو ته ووییل چې دغه چورلکي به په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا وکارول شي.
نوموړي وړاندی ووییل چې دغه چورلکي د هیواد ۲۲ ولایتونو ته استول شویدی او دا مهال د هیواد په لسو ولایتونو کې د بلواګری ضد عملیاتو کې ونډه لري.
جنرال وردګ وړاندی ووییل چې دا مهال دافغانستان هوايي ځواک کابو ۳۵ ام ډي-۳۵ چورلکي لري چې د امریکې متحده ایالاتو لخوا برابر شویدی .
دجنرال وردګ په وینا دغو چورلکو لپاره پیلوټان د امریکې په متحده ایالاتو کې روزل شویدی او په پام کې ده چې شمال ته له استول شوي چورلکو څخه په بغلان، سرپُل او کندز ولایتونو کې د بلواګری ضد عملیاتو کې کار واخیستل شي.
ام دي-۳۵ چورلکي د ورځې په ټکنالوجي سمبال الوتکه ده چې په ګرم هوا کې پوځي عملیاتو ټه جوړ شویدی .
دامریکې متحده ایالات نږدي یو کال د ۱۳، ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ ترڅو په دغو چورلکو کې د ۷۰ ملی متري توغندي ۷  ام ۲۶۰ ډوله توغندي ولګول شي.