کندز کې په یوه مشورتی بحث کې، له ښې حکومتولۍ څخه د ښځو د ملاتړ پر اړین رول بحث او خبرې اترې وشوې

Typography

په کندز ولایت کې د یوناما په ملاتړ د یوه مشورتی بحث په اوږدو کې، له ښې حکومتولۍ څخه د ښځو د ملاتړ پر اړین رول بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې یوه ورځنۍ ناسته کې د مدني ټولنې استازو، دولتي چارواکو، د ولایتي شوری غړو، د عالمانو د شورا او سیمه ییزو رسنیو استازو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنو برخه اخیستې وه، چې ډیری یې ښځې وې. یاد بحث په ولایتي کچه په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو د رول د اهمیت په اړه د پوهاوي د کچې د لوړوالي په موخه جوړشوی و، تر څو د دولتي کارکوونکو په توګه د دوی د ګمارنې لپاره هڅې وشي.
یاد مشورتي بحث د یوناما په ملاتړ د کندز ولایت د ښځو چارو ریاست او د دې ولایت د مدني ټولنې د شبکې په همکاری جوړ شوی و.