18
السبت, تشرين2

په بامیانو کې د سیمه ییز حکومت او خدمتونو د ودې په موخه د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ښاريانو مرکز

شمال
Typography

په بامیانو کې د ښاریانو د خدمتونو مرکز د ملګرو ملتونو له لوري په هیواد کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو او سیمه ییزې حکومتوالۍ د ودې په تړاو د ملاتړ یوه برخه یادیږي.

 UNAMAپه بامیانو ولایت کې دغه مرکز د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د غوښتونو د راټولو لپاره یو مشخص آدرس دی چې د خلکو شکایتونه راټولوي، له خلکو سره عام معلومات شریکوي او تر څنګ ځینې بنسټیز خدمتونه لکه د تذکرو ویش هم ترسره کوي. دا په ټول هیواد کې د هغو ۱۳ مرکزونو له ډلې یو دی چې دغه شان خدمتونه ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د یاد مرکز مالي چارې سمبال کړې او سربیره پر دې به اړین توکي ورته برابروي او کارکوونکو ته به یې روزنې هم ورکوي، خو د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما به نور اړین ملاتړ برابروي.
د بامیانو والي طاهر زهیر وایي: دا مرکز به نه یوازې د خدمتونو وړاندې کول چټک کړي، بلکې ړونتیا به زیاته کړي او حساب ورکړې ته به وده ورکړي، چې تر څنګ به یې د اړونده شکایتونو جاج واخیستل شي او په ښه توګه به یې مدیریت وشي چې له دې سره به د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن له کمیدو سره هم مرسته وشي.
په بامیانو کې د یوناما د سیمه ییز دفتر مشره ایلین ویلیریل وایي: د ښاریانو مرکز پرانیستل کیدل معلوماتو او خدمتونو ته د ښاریانو د لاس رسي په لور یو مثبت ګام دی.
نوموړې زیاته کړه: دا مرکز به په سیمه ییزه اداره کې د حساب ورکړې او شفافیت له ډیریدو سره هم پوره پوره مرسته وکړي.