د نشه يي توکو د يو قاچاق وړونکى نيول

Typography

دکاپيسا ولايت پوليسو نن سهار يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه.

دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندنقيب الله اميني باخترآژانس ته خبرورکړ: نيول شوي سړي نږدې يو کيلو شيشه يي ډوله نشه يي توکو د لوښو مينځلو په پودړو او چاى کې ځاى پرځاى کړي و او له نيمروز ولايت څخه يې د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ ته ليږدول .
اميني  زياته کړه: دغه سړى چې دتګاب ولسوالۍ دکلاى صالح اوسيدونکى دى؛ د تګاب ولسوالۍ د ګلدان په سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شو .