بدخشان کې د یوه ټلویزیوني بحث ګډون کوونکو د خلکو د پوهاوي د کچې پر ولوړولو او دهیواد په حقوقي نظام د خلکو د باور پر مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې

Typography

په بدخشان ولایت کې د یوناما په ملاتړ د یوه ټلویزیوني بحث ګډون کوونکو د خلکو د پوهاوي د کچې پر ولوړولو او دهیواد په حقوقي نظام د خلکو د باور پر مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې.

unamaپه دې ولایت کې د یونام په ملاتړ د " د قانون په رڼا کې" تر عنوان لاندې د ۱۲ غونډو له لړۍ څخه په دې لومړنۍ غونډه کې شاوخوا ۳۰ تنو برخه اخیستې وه چې د هیواد د اساسي قانون او قضایي سیستم په اړه یې بحث وکړ.
په دې بحث کې چې وروسته د راډیو او ټلویزیون له لارو خپور شو، د شریعاتو او حقوقو پوهنځیو استادانو او همدارنګه د مدني ټولنې غړو برخه اخیستې وه.