څلور نوي تنه ډار اچوونکي دکندز اوبغلان په ولايتونوکې ووژل شول

Typography

څلور نوي تنه ډار اچوونکي دکندز او بغلان په ولايتونوکې دامنيتي  ځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول .

 Anaدملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبرورکړ. په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دکندز ښار په مربوطاتو کې ددفاعي او امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو او هوايي بريدونو په بهير کې دوسله والو طالبانو دډلې دسرګروپانوعباد الله غازي ، په صدام  مشهور صدر او دقاري بشير په ګډون اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دبغلان ولايت د ډنډ غوري دنياز الله او تپه قرغان  په سيمو کې  دتوپچي او هوايي  ځواکونو په ملاتړ ددفاعي او امنيتي ځواکونو  دجګړو له امله شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلويښت تنه نور ټپيان شول او  دغورماچ ولسوالۍ او د قيصار ولسوالۍ دچهارشنبې بازار په مربوطاتوکې ددغو ځواکونو په نورو عملياتوکې په بادغيس ولايت کې د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د بادغيس ولايت لپاره د معاونيت لپاره د نومول شوي مرستيال په ګډون څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د فارياب ولايت د قيصار  ولسوالۍ لپاره  نومول شوي ولسوال اختر خان له څلورو تنو همکارانو سره  يې  ټپي شو او د دښمن يو هاوان له منځه وړل شوى دى.