پنځوس تنه امنيتي ځواکونه د طالبانو له کلابندۍ څخه وژغورل شول

Typography

پنځوس تنه امنيتي ځواکونه چې له شپږو ورځو راپه دې خوا دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو پرون مازيګر وژغورل شول.

دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام وويل: په دغو ځواکونو کې چې دملي اردو ،ملي پوليسو او دسرحدي پوليسو ځواکونه شامل دي دغورماچ په شپږو امنيتي پوستو کې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو چې د کوومکي ځواکونو په رسيدو سره د طالبانو کلابندي ماته شوه.
الهام زياته کړه :دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې د طالبانو د دوو تنو سرګروپانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول او نور طالبان وتښتيدل.