په تخار کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د ماين جوړونې يو ستر مرکز کشف شو

Typography

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي په تخار کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د ماين جوړونې يو ستر مرکز کشف شوي.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي “د تخار په ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د  خواجه غار ولسوالۍ کې د قروق په نوم کلي کې په يو دارالعلوم باندې د عملیاتو په لړ کې د طالبانو د ماين جوړولو يو ستر مرکز چې غوښتل يي له دې ځایه په تخريبي کارونو لاس پورې کړي له منځه وړل شوی دی.”
د ملي امنیت زیاست په وینا له دغغه مرکز څخه ۲۵ کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، ۲ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ۳ کړۍ مقناطيسي ماينونه، ۲ کړۍ په سړک کې خښيدونکي جوړ شوي ماينونه، ۵ فيره توپونه له حق سوق سره يو ځای، ۳ فیره آر پي جي راکټونه، ۳ د هاوان سرګلولې، ۳ عدده ريموټ کنټرولونه، ۳۵ د ریموټ کنټرول تختونه، ۱۰۰ متره د انفجاري توکي پلتې، ۱۶ کيلو چاوديدونکي توکي، يو سيټ موبايل چې ماين ته اماده شوی وو، پنځوس د هاوان حق السوق، دولس جوړي نظامي دريشی، د دهشکې يوه بکسه مرمۍ، او شپاړس چاوديدونکي کپسولونه  او يوه زیاته اندازه نور چاوديدونکي توکي هم پکې تر لاسه شوي دي.
ملي امنیت زیاتوي چي “ياده دې وي چې په دې کشف سره په تخار کې د ډيرو ورانکارو او ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشو.”