25
الثلاثاء, حزيران

سرپل کې د ښوونځي پرانیسته

Typography

د نجونو د یو ښوونځي د ودانۍ کار د سرپل ولایت کې بشپړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

دغه ښوونځی دوه پوړونو کې، لس درسي خونې او (۶) تشنابونه لري او د (۸) ملیونه او(۵۷۰) زره افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پيوستون پروګرام له خوا د سرپل ولایت مرکز اړوند درې پرمختیایي شوراګانو له خوا جوړ شوی  او د جنګلستان، ابوالفتح او یکاب دشت کلیو د(۸۷۹) کورنیو د زده کوونکو د ګټې اخیستو وړ وګرځېد.