يوولس تنه وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

Typography

د بدخشان ولايت د امنيتي مسوولينو د هلوځلو په نتيجه کې ١١ تنه وسله وال طالبان پرون د دغه ولايت په شهدا ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر باختر آژانس ته وويل: د بهاالدين په مشرۍ ١١ تنه وسله وال طالبان په شهدا ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول او له ورور وژنې څخه يې لاس واخست .
خبرځاى زياته کړه: دغوکسانو خپلې سپکې او درندې وسلې او مهمات امنيتي ځواکونو ته وسپارل.