۴۴ وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

Typography

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول وويل: په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ او د غورماچ  ولسوالۍ د ګډو عملياتو په بهيرکې ۴۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نوريې ټپيان شوي دي.

خبرځاى وويل: دفاعي او امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې د قيصار او غورماچ  په ولسواليوکې د ياغيانو له شتون څخه زياتې ساحې پاکې کړي او د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر پرون هم په دغه ولايت کې د څلويښتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.