دوسله والو طالبانو نومول شوې ولسوال مرستيال له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شول

Typography

دجوزجان سيمه ئيز مسوولين وايي چې دجوزجان ولايت دفيض اباد ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو دنومول شوې ولسوال مرستيال له امنيتي ځواکونوسره دنښتې له امله له پنځو  تنو افرادو سره  يې ووژل  شو.

دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري وويل: دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دفيض اباد ولسوالۍ د کوکلداش په کلي کې دوګړني پاڅون کوونکو دځواکونو پرامنيتي پوستو بريدونه وکړل خو دکومکي ځواکونو په رسيدو سره له ماتې سره مخامخ شول .
غفوري  زياته کړه په دې پيښه کې  دفيض اباد  ولسوالۍ لپاره  دطالبانو نومول شوې ولسوال  دمرستيال په سخي مشهور  ملنګ او دطالبانو د دوو تنو سرګروپانو او دملا رحماني  په ګډون پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شول .
  ده زياته کړه په دې  جګړه کې دوه تنه وګړني  پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي او دطالبانو شپږ وسلې او درې موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.