د اته ديرشو کيلوګرامو اپينو د قاچاقو مخه ونيول شوه

Typography

اته ديرش کيلوګرامه اپين تیره ورځ د سمنګانو ولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول او په دې اړوند يو تن ونيول شو .

د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې د مديريت د منسوبينو د هلوځلو له امله دغه توکي  کشف او ضبط شول.
  رحيمي وويل چې دغه نشه يي توکي په مهارت او په پيچلوتکتيکونوسره په پلاستيکي کڅوړوکې ځاى پرځاى او په يوه کرولا موټرکې کابل ته ليږدول کيدل.
ده زياته کړه چې د دغه مديريت منسوبينو دغه توکي د ايبکو ښار د کمر بند په پوسته کې کشف او ترلاسه شوي دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: د دغو توکو د ليږدونې په تور يو تن چې دبغلان ولايت  د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د نوي ښار اوسيدونکى دى، نيول شوى دى.