بامیان کې کار پوهانو د ښې حکومتولۍ لارې د ښځو پر ټولنیزې او اقتصادي پیاوړتیا بحث او خبرې وکړې

Typography

په بامیان ولایت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې، کار پوهانو د ښې حکومتولۍ لارې د ښځو پر ټولنیزې او اقتصادي پیاوړتیا بحث او خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د بامیانو ولایت له بیلابیلو برخو، په تیره بیا له لرمیشته سیمو څخه له ۱۵ زیاتو ښځو برخه اخیستې وه. په دې ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، صغرا عطایي وویل چې، د مثبت بدلو راوستلو لپاره باید ښځې سره یو ځای کار وکړي او د دادخواهۍ یوه شبکه رامنځ ته کړي.