په بغلان کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه غنډه جوړه شوه

Typography

په بغلان کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه غنډه جوړه شوه تر څو د بشري حقونو له مدافعینو سره مرسته وکړي، تر څو خپلې چارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نظام سره په مطابقت کې تر سره کړي.

په دې یوه ورځنۍ غونډه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو شاوخوا ۲۰ استازو برخه اخیستې وه. د دي غونډې په اوږدو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سیستم په اړه د دوه کتابونو" د مدني ټولنې فضا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سیستم" په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول چې په سپتمبر میاشت کې په مزار شریف ښار کې خپاره شول.