دفارياب ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه دامنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ: د فارياب ولايت دشرين تګاب ولسوالۍ فيض آباد ددښتې دګچو فابريکې په ساحه کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٩ تنه نور ټپيان شول. دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او ددرندو وسلو مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي او دوسايطو ضد درې ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي.