افغان ملي امنیتي ځواکونو په مزارشریف کې شونې ترهګریز برید شنډ کړ

Typography

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې شوني ترهګریز برید شنډ کړ.

دبغلان ولایت ځايی امنیتي چارواګی ووییل چې دری تنه شکمن کسان ېې چې غوښتل ېې څو توغندي مزارشریف ښار ته ولیږدوي د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
دبغلان ولایت دامنیې قوماندان جنرال نور حبیب ګلبهاری په دی اړه  ووییل:۵ میله د راکټ مرمې ، توغندي او لاسي بمونه همدارنګه یوه اندازه نور پوځي ټوکي  په ډیر مهارت سره په یو شخصي موټر کې ځاي پرځای شوي وو ترڅو په وخت سره مزارشریف ښار ته لیږدول شي. .
نوموړي وړاندی ووییل چې دغه موټر له کابل څخه د مزارشریف په لور روان وو چې د بغلان ولایت د امنیتي ځواکونو لخوا په ګوته او ونیول شول.
په دی اړه چې ددغو ترهګرو موخه څخه وو ښاغلي جنرال ګلبهاري مالومات وړاندی نه کړ، خو وې وییل چې په دی اړه څیړنې روانې دي.