په فارياب کې دطالبانو په سنګرونو هوايي اوځمکني خونړي بريدونه دوام لري

Typography

اوولس تنه وسله وال طالبان په فار ياب ولايت کې  ديو لړهوايي بريدونو په بهيرکې  ووژل شول.

په دغوډار اچوونکو دتيرو ٢٤ ساعتوپه بهيرکې دفارياب ولايت  په ځينوسيمو له دې جملې څخه دغورماچ اوقيصار په ولسواليو او دميمنې ښارته څيرمه بريدونه شوي دي.
د کوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باخترآژانس ته وويل ؛ په  دغو ځانګړو هوايي بريدونو کې اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دعه وويل ؛  دغه طالبان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت و چې بريد پرې وشو. ويل کيږي په دغو هوايي بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبر له مخې؛ د جنګي وسايلو يوه ډيپو په فارياب ولايت کې کشف شوه. دغه ډيپو په قيصار ولسوالۍ کې دطالبانو  په يوه پټنځي کې ساتل کيده.
په فارياب کې  يو پوځي قوماندان وايي له دغې ډيپو څخه  په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.