دوه تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شول

Typography

دوه تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شول.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ: د عظيم او خيرالله په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هلوځلو او اوپراتيفي کار له امله د بدخشان ولايت دجرم په ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.