په سمنګانوکې د څلور پروژو کار بشپړ او داستفادې وړ وګرځيدې

Typography

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د (۴) ټولګټو پروژو کار د(۱۸) ملیونه افغانیو په لګښت چې د آسیایی بانک په مالي مرسته د سمنګانو ولایت کې بشپړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شوې.

دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د ۷ پلونو جوړول او استنادی دیوالونه شامل دي چې د آسیایی بانک په مالي مرسته د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له خوا د سمنګانو ولایت د درې صوف بالا اوپاین ولسوالیو کې کار سر ته رسېدلی او (۶۰۰۰) کورنیو ستونځي حل شوي.