د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د اسيا نړيواله رېل پټلۍ پرانېسته

Typography

د اسيا نړيواله رېل پټلۍ «اتامراد امام نظر ترکنستان د افغانستان تر اقينې, د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري پرانېستل شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې کرښې د پرانېستې مراسمو کې وويل چې ياده رېل پټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ، سولې او سوکالۍ په برخه کې ستر ګام وي.
هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له پخوا څخه ښې اړيکې موجودې وې او د دغې رېل پټلۍ په پيل سره به لا ټينکې شي.
نوموړي ترکمنستان د افغانستان يو نېک ګاونډى ياد کړ او ويې ويل چې تل يې له افغانستان سره ښې همکارۍ کړې دي.
 د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف هم په دې مراسمو کې وويل چې د يادې کرښې پرانېسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ودې لار خلاصه کړي.
هغه زياته کړه چې نوې رېل پټلۍ به د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ اسانتياوې رامنځته کړي.