درې پنځوس کيلوګرامه هيرويين د پوليسو له خوا کشف شول

Typography

د کندز ولايت پوليسو په لسګونو ګرامه هيرويين ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

د کندز د امنيې قوماندانۍد مطبوعاتي دفتر مسوول وویل، دغه نشه يي توکي په يو هينو ډوله موټرکې کابل ته ليږدول کيدل چې د پوليسو له خوا د کندز ولايت د علي آباد په ولسوالۍ پورې په اړونده سيمه کې کشف او ضبط شول.
دغه راز درې پنځوس کيلوګرامه هيرويين چې د وريجو تر بوريو لاندې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ تېره شپه د علي آباد ولسوالۍ د کسيه توپک په امنيتي پوسته کې د پلټنې په وخت کې د پوليسو لاس ته ورغلل.
ويل کيږي چې د دغو توکو د قاچاقو په تور دوه تنه نيول شوي او په دې اړوند تحقيقات دوام لري.