په بلخ کې له بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته

Typography

هغوکورينو چې څه موده مخکې د بغلان او کندز له ولايتونوڅخه د وروستيو ناامنيو له امله د بلخ ولايت ته تللې وې؛ د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو له مرستې څخه ګټه واخسته .

په بلخ ولايت کې ملي سوداګر حاجي مايل وويل: له څه د پاسه سلو بې ځايه شويوکورنيو سره چې مرستې ته يې ډيره اړتيا لرله؛ پرون ديو ملي سوداګر له خوا د اوړو ، غوړيو، وريجو، شريو او ژمنيو جامو مرسته وشوه.
دغه راز هغوکورنيو چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې دي؛ وويل چې دوى په ژمي کې سختې شپې سبا کوي او دغه مرستې دوى ته کافي نه دي او له نورو مرستندويو موسسو، بنسټونو او خيريه موسسو څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوي.