فارياب کې دچاڼيزوعملياتو پيل

Typography

په فارياب ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت دشيرين تګاب او دولت اباد په ولسواليو کې دچاڼيزو عملياتوپه بيهر کې  ځينې سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .

ويل کيږي  چې په دغو عملياتو کې دشيرين تګاب ولسوالۍ  دمرکز لويديځې  غوڼدۍ تصفيه شوې دي خو دګولۍ دلګيدو له امله دفارياب ولايت په مرکز او ځينو  ولسواليو کې دبريښنا بهير ځنډيدلى دى.
دفارياب والي سيد انور سادات دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دوسله والو طالبانو پرضد دغه عمليات دهوايي ځواکونو په ملاتړ پرون سهار دميمنې ، اندخوي په لاره کې دامنيتي ګواښونو دله منځه وړلو او دشيرين تګاب  او دولت اباد دولسواليو په بيلابيلو ساحو کې دپوستو دجوړولو په موخه پيل شوي دي .  دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي چې دولتي ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې دپرمختګ  په حال کې دي او  دوګړني پاڅون ځواکونو  دشيرين تګاب ولسوالۍ دمرکز لويديځې غونډۍ   نيولې دي .
ده جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
په فارياب کې دبريښنا شرکت رييس وايي چې تيرماښام دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دنښتې په بهير کې دشيرين تګاب  ولسوالۍ درحمت اباد په ساحه کې دبريښنا دليږدونې  مزي وشليد او دفارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار او ددغه ولايت دپښتون کوټ شيرين تګاب ، خواجه سبز پوش او ددولت اباد دولسواليو په مربوطاتو کې درې پنځوس زره کورنۍ له  بريښنا څخه بې برخې شوې دي .
  ده زياته کړه چې دبريښنا شرکت کارکوونکي دجګړې بنديدو ته سترګې په لاره  دي چې دبريښنا مزي بيا ترميم اووتړي .
ويل کيږي چې همدا اوس دشيرين تګاب ولسوالۍ په زياترو سيمو کې خورې ورې نښتې  دوام لري.