دولس ماينونه کشف او شنډ شول

Typography

دهېواد په شمال او شمال ختيځو زونونوکې پرون دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونوله خوا ١٢ ماينونه کشف شول.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ: دفاعي او امنيتي  ځواکونو دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې  دولس ماينونه کشف او شنډ کړل.