18
السبت, تشرين2

دسیمه اییز دولتی ادارې او ټولنې ترمنځ همکاری د غوره حکومت داری لپاره اړینه ده

شمال
Typography

په کاپیسا ولایت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د جوړ شوي راډیویي بحث ګډوانوالو وویل چې، د سیمه ییز دولت او د ټولنې د خلکو تر منځ همغږي د ښې حکومتولۍ لپاره حیاتي ارزښت لري. په دې بحث کې چې، د یاد ولایت په مرکز، محمود راقي کې جوړ شوی و،

د دې ولایت د والي او مرستیال والي په ګډون شاخوا ۴۰ تنو برخه اخیستې وه. په ګډون کوونکو کې، د اطلاعات او کلتور ریاست، د علماو شورا، د ولایتي شورا او د سوداګریزو خونو استازو او همدارنګه سوداګرو، د مدني ټولنې غړو، د پوهنتون محصلینو او رسنیو ګډون درلود.