په پنجشير کې دلسو ټولګټو پروژو بشپړول

Typography

 

   په پنجشير ولايت کې لس ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې .

 

panjshir

په دغو پروژو کې دښوونځي او دروغتيايي مرکزونو دودانيو او داوبو دکانال جوړول شامل دي چې له نشه يي توکوسره  دمبارزې دچارو وزارت له خوا په پنجشير ولايت کې بشپړ شوې دي
 دپنجشير  ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې رييس احمدضيا پرياني وويل دغه پروژې  ديوسلو لسو مليونو افغانيو په لګښت دپنجشير ولايت دلومړۍ برخې ابشار ، عنابي او شتل په ولسواليو کې  بشپړې شو ې  دي .
پرياني زياته کړه :ټآکل شوې ده  په راتلوونکي کال کې هم دغه پروژې  په دغه ولايت کې پراختيا ومومي .