بامیان کې د یو جوړ شوي بحث کې ګډونوالو د ښځو لپاره د ښه کاري چاپیریال چې له جنسیتي زورونې پاکی وي بحث او خبرې اترې وکړې

Typography

په بامیان ولایت کې د یوناما په ملاتړ یو جوړ شوي بحث کې ګډونوالو د ښځو لپاره د ښه کاري چاپیریال چې له جنسیتي زورونې پاکی وي بحث او خبرې اترې وکړې.

په دې بحث کې د ښځو د حقونو فعالینو، دولتي ښځینه چارواکو او ښځینه سوداګرو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنو برخه اخیستې وه. ګډونوالو په کاري چاپیریال کې د ننګونو او هغو لارو چارو په اړه بحث او خبرې وکړې چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره د خوندي چاپیریال په جوړولو کې مرسته کوي.