18
السبت, تشرين2

دښوونځي يوه ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

شمال
Typography

دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ په رباط کلي کې ديو ښوونځي ودانۍ دبنګله ديش هيواد له خوا دپنځومليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارله شوه.

upliftدبلخ ولايت دپوهنې رييس مولوي عبدالعزيز عزيزي وويل چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې جوړه شوې ده چې په بيلابيلو وختونو کې داته سوه تنو زده کوونکو د زده کړې ظرفيت لري.
ويل کيږي چې په دې ودانۍ کې اته درسي او دوه اداري خونې او نور ضروري ملحقات شته .
ديوبل خبرله مخې دبلخ پوهنتون د ټولنيزو علومو دپوهنځي دتاريخ او لرغون پوهنې له څانګې څخه يو سلو اته ويشتو تنو فارغانو دخپل فراغت جشن جوړ کړ.
دبلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دبلخ پوهنتون د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې دلومړي ځل لپاره دتاريخ او د لرغون پوهنې له څانګې څخه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.