23
الثلاثاء, تموز

په تخار کې له څه دپاسه اته سوه بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

Typography

په تخار ولايت کې له څه ناڅه ٤٨ بيوزلو او مستحقو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.


Takharدتخار والي محمد ياسين ضيا وويل چې پرون ديو- ان –اچ- سي آر موسسې له خوا له هغو ٤٨ بيوزلو او مستحقو کورنيو سره چې له پاکستان او ايران څخه راستنې شوې وې، دنغدو پيسو مرسته وشوه.
دتخار والي په هرې کورنۍ ويشلې شوې پيسې ٢٠٠ امريکايي ډالره وبلل او زياته يې کړه چې دولايت دمقام او په تخار کې دمرستندويو دفترونو له خوا دمستحقو او بيوزلو کسانو دپيژندنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په سرپل ولايت کې له نږدې ٤٠٠ مستحقو کورنيو سره مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته دملګرو ملتو دسازمان دکميشنرۍ له خوا ٢٠٠- امريکايي ډالره ورکړاى شول.