18
السبت, تشرين2

دطالبانو له منګولو څخه دسرتيرو آزاديدل

شمال
Typography

شپږ تنه سرتيري  چې  پنځه ورځې په سرپل ولايت کې له طالبانو سره بنديان وو ، ازادل شول.

mod1دسرپل والي محمدظاهر وحدت وويل ؛ دسرپل _ جوزجان دلويې لارې په اوږدو کې دامنيتي ځواکونو دتاکتيکي عملياتوپه نتيجه کې   شپږ تنه پوليسان چې له طالبانوسره بنديان وو، آزاد کړاى شول.
و حدت زياته کړه : ددغو سرتيرو له  جملې څخه دوه تنه يې يوڅه ټپيان دي او  ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.
ويل کيږي  دغه سرتيري پنځه ورځې  له طالبانو سره بنديان او ځورول شوي دي .
وحدت زياته کړه  چې ددغو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول او دهغوى شپږ موټرسايکلونه دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.