په فارياب کې دجنګي الوتکو پيلوټان وستايل شول

Typography

د MD-530 امريکايي جنګي الوتکو ٤ تنه پيلوټان پرون دفارياب دوالي له خوا وستايل شول.

دفارياب والي سيد انور سادات وويل: دجنګي الوتکو٤ تنو پيلوټانو چې دغورماچ ،قيصار او د آلمار ولسواليو په مربوطاتو کې د ظفر ٢٢ دعملياتو په وخت کې يې دوسله والو طالبانو دځالو دله منځه وړلو په خاطر اتلولي ښودلې وه وستايل شول.
له بلې خوا دغو پيلوټانو دملي نواميسو د دفاع دهر راز تياري او هلوځلو په خاطر د دندو په بهير کې دځمکني قوتونو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د ځالې په له منځه وړلو کې ډاډ ورکړ.