د ۲۰۵ میلیون ډالرو په ارزښت د دره صوف ـ یکاولنګ سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو

Typography

د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ او  د سړک او پُل جوړونې چینايي شرکت د رئیس لوشن ترمنځ د سمنګان ولایت له دره صوف څخه د بامیانو ولایت تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې د ۱۷۸کیلو متره سړک جوړولو  قرارداد لاسلیک شو.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وویل، د دره صوف څخه تر یکاولنګ پورې د سړک جوړولو قرارداد په ۲۰۱۴کال کې داوطلبۍ ته وړاندې شو، چې دوه شرکتونه یو ترکي او بل چینايي شارټ لیست او پروسه بشپړه شوه، چې په دغه داوطلبۍ کې چینايي شرکت حاضر شو دغه سړک په  ۲۰۴،۹میلیون ډالرو جوړ کړي، چې دغه قرارداد د پخوانیو نرخونو په پرتله ۵۰میلیون ډالره ارزانه تمام شو چې دا د فواید عامې وزارت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
د فواید عامې وزیر زیاته کړه، دغه پروژه چې د اسیايي بانک په مالي مرسته ترسره کېږي، د افغانستان د شمال ـ جنوب دهلیز برخه ده چې تېر کال تدارکاتي اعلان ته ورکړل شوې وه، خو د بیو د لوړ والي او د تخنیکي ستونزو له امله پرېکړه وشوه چې یاده پروژه یو ځل بیا تدارکاتي اعلان ته ورکړل شي او دغه پروژه به چې په بېلابېلو کچو ۸بابه پلونه، ۱۹۴پلچکونه او ۵۹۵۰متره استنادي دېوالونه لري په ۱۲۷۸ ورځو کې بشپړه شي.
د فواید عامې د وزیر محمود بلیغ په وینا، د دغې پروژې د لارې په اوږدو کې ۳۷  لوی او واړه کلي پراته دي او د یکاولنګ، ده بهبود، کوټه باز، دانه تور او دره صوف سړکونه ورنه تېريږي او د یاد سړک په لاره کې د ډبرو سکرو کان پروت دی چې د استخراج او لېږد لپاره یې اسانتیاوې برابروي او تر څنګ یې خلکو ته کاري  او د توکو د لېږد رالېږد زمینه برابروي او اقتصادي تحرک رامنځته کولای شي.