20
الأحد, تشرين1

د روښانه راتلونکې لپاره د مطالعې کلتور دودول

Typography

د مطالعې د توکو لوړې بیې، ورځنۍ بوختیاوې او د ټیکنالوژۍ له امله د ذهنونو ګډوډیدو په صورت کې د کتاب لوستل ستونزمن کېږي. 

Donation of books FMT BGLBadakhshan North

 

خو پر دې سربېره د تیرو کلونو په اوږدو کې د خلکو، په تیره بیا په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره د پام وړ کارونه شوي دي.  

په وروستیو کې په بدخشان ولایت کې د لینکن مرکز خپلو مینه والو او کتابتونونو ته ۳۵۰ کتابونه ډالۍ کړل.  

د لینکن مرکز غواړي د کتابونو د ډالۍ کولو له لارې په ټولنه کې د کتاب لوستلو کلتور دود کړي.  

په بدخشان کې د لینکن د مرکز عمومي مدیر، پرویز حبیبي وايي: "موږ د لوستونکو د لیوالتیا سره سم هغوی ته د کیمیا، تاریخ، جغرافیې، ریاضي، فلسفې، انګلیسي او داسې نور کتابونه ورکوو." 

نوموړي وویل: "زه ډیر خوشاله یم چې موږ له دې لارې خپلو خلکو ته خدمت کوو او د کتابتونونو په غني کولو کې برخه اخلو. که موږ په دې کار کې بریالي شو، نو ددغو کتابونو لوستونکي به روښانه راتلونکې ولري." 

د بدخشان ولایت مقام یوه چارواکي، نبیل قاضي زاده د مطالعې فرهنګ ددودولو په برخه کې د لینکن مرکز هڅې او کارونه وستایل.  

نوموړي وویل: "په حقیقت کې د افغانستان دښمنان غواړي د ناسمو فلمونو له لارې زموږ ځوانان ګمراه کړي، ددښمنانو لخوا د کتابونو او ښوونځیو سوځونه هغه کارونه دي چې له مخې یې غواړي زموږ ځوانان نالوستي پاتې شي ترڅو دوی یې د افغانستان د اسلامي دولت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد وکاروي. موږ باید ددښمنانو د ماتولو لپاره پر خپلو ماشومانو زده کړې وکړو ترڅو د رښتیا او دروغو ترمنځ چې دښمنان یې خپروي، توپیر وکولی شي. موږ یواځې له دغې لارې کولی شو د هیواد دښمنانو ته ماتې ورکړو." 

د فیض اباد په شمال کې د یوه جومات ملا امام او ښوونکی، ملا فیضي هغه کسان وستایل چې د روښانه راتلونکې لپاره مثبت کارونه کوي.  

نوموړي وویل: "الله جل جلاله انسانانو ته عقل ورکړی چې ښه کارونه وکړي او له ناسمو کارونو ډډه وکړي." 

ښاغلي فیضي زیاته کړه: "الله جل جلاله هیڅکله هغه خلک نه بخښي چې خپلې ژمنې ماتوي، بېګناه او نالوستي انسانان ګمراه او تیارو ته دعوت کوي. زه په زغرده وایم چې د اسلام او اساسي قانون له مخې د هیواد ددښمنانو کارونه غلط دي. که چېرې دوی اوس هم خپل کارونه توجیه کوي، نو الله به په اخرت کې له دوی سره حساب وکړي. زه له دوی غواړم د سولې بهیر سره یو ځای شي او بخښنه وغواړي مخکې له دې چې وخت له وخته تیر شي." 

د جرم ولسوالۍ یو اوسیدونکی، شریف هم د کتابونو د ډالۍ کولو او مطالعې فرهنګ ددودولو په برخه کې د لینکن مرکز کارونه وستایل.  

ده وویل: "له زده کړې پرته انسان بې ارزښته دی. له همدې امله اسلام پر نارینه او ښځینه وو زده کړې فرض کړې دي. زده کړې او کتابونه دي چې زموږ د تاریخ او نیکونو په اړه زموږ معلوماتو ته معنی او رنګ ورکوي." 

ده زیاته کړه: "د افغانستان ټول خلک باید د خپلو کورنیو پر غړو زده کړې وکړي، هغوی دې ښوونځیو ته واستوي او له نورو خلکو سره دې مرسته وکړي ترڅو د ښو او بدو ترمنځ لکه څنګه چې په اسلام کې راغلي توپير وکولی شي."