21
الأحد, تموز

له طالبانو د تېر ایستل شویو ځوانانو ژغورل

Typography

د کندز ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د طالبانو مشرانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

General Mobine with chief in line of operation FMT BGLKunduz North 

د سپین زر زون قومندانۍ یو چارواکی، جګړن ضیایي وايي: "وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو د طالبانو مشران په نښه کړل، اوس دوی د موږکانو په شان له یوه غار نه وځي او پر بل ننوځي."

نوموړي وویل، څو ورځې وړاندې د طالبانو یو قومندان، ملا نورالدین له خپلو یو شمېر نورو ملګرو سره ووژل شو او له دې وروسته هغه نشي کولی ځوانان د خپل هیواد او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد وکاروي.  

د طالبانو د ټیټې کچې ډیری جنګیالي وروسته له هغه چې په دې پوهېږي چې له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نلري، له جګړې لاس اخلي.  

د کندز امنیه قومندان، حمیدي وویل: "طالبان هغه ځوانان چې دوی دوکه کړي، د وسیلې په توګه کاروي ترڅو په افغانستان کې ناامنۍ ته دوام ورکړي. له نیکه مرغه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي، په ښو وسایلو سمبال او له ښې روحیې برخمن دي، دوی په هیواد کې د ثبات ساتلو دندې ته دوام ورکوي او د افغانستان او اسلام ساتونکي دي."