18
الخميس, تموز

د مجرمینو پر وړاندې د افغان ځواکونو ډال

Typography

د ملي دفاع سرپرست وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي د لوړې روحیې درلودو له امله د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ستاینه کوي.

KNZ

بلخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال، پاسوال مراد علي مراد د هیواد شمال ته د سفر پر مهال وویل، د سولې له بهیر سره یو ځای کېدل د طالبانو د ژغورنې یواځنۍ لاره ده.

طارق شاه بهرامي وویل: "طالبان د خلکو په منځ کې ځای نه لري، هغوی له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی، له همدې امله دوی د جګړې پر مهال له خلکو څخه د ډال په توګه ګټه اخلي او یا هم د خلکو کورونو کې پټیږي. طالبان له خلکو سره زورزیاتی کوي او د اسلام ضد کړنې ترسره کوي، دوی د خپلو ناروا کارونو د توجیه کولو لپاره درواغ وايي. په حقیقت کې طالبان یوه جنایتکاره شبکه ده چې تل ویجاړی رامنځته کوي، دا ډیر د شرم ځای دی چې دوی ځانونه افغانان بولي."

په ورته وخت کې مراد علي مراد له کندوز ولایت څخه د لېدنې پر مهال وویل، طالبان به افغان ځواکونو ته د ماتې ورکولو خوب له ځان سره ګور ته یوسي.

KNZTariq and delegaton FMT BGLKunduz North

نوموړي وویل: "طالبان افغان ځواکونو ته ماتې نشي ورکولی، له همدې امله د تاوتریخوالي لپاره د ټیټې کچې جنګیالي رالېږي، څوک چې د روغې جوړې تابیا لري، د هغوی پر مخ د بښنې دروازې پرانېستې دي، موږ هیله لرو، هغه څوک چې ځانونه افغانان بولي، سوله وکړي او د افغانستان په بیا ودانولو کې له موږ سره ونډه واخلي."

د کندوز یو اوسېدونکی، ۲۸ کلن بهادر دغه ولایت ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو د ورتلو ستاینه وکړه.

ده وویل، تمه لري په دغه ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات دوام ومومي.

دی وايي، د افغان ځواکونو مشرانو دغه عزت خپلې خاورې او هیواد ته په مسلکي توګه د خدمت کولو له امله ترلاسه کړی دی.

ده زیاته کړه: "د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړور مشران، له هیواد سره د هغوی مینه او ریښتینولي هغه څه دي چې موږ ته یې مثبته روحیه راکړې او په یوې روښانه راتلونکې یې زموږ باور زیات کړی دی."

کندوز ولایت په دوامداره توګه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو او بریالیتوبونو، په تیره بیا د طالبانو د مشرانو د وژل کېدو شاهد و، چې له امله یې ددغې ډلې په منځ کې بې نظمي رامنځته شوې او ددغې ډلې ډیری د ټیټې کچې جنګیالي خپلې وسلې پر ځمکه ږدي. د افغان ځواکونو ډیری غړي وايي، چې اوس دوی د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او ترهغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دښمن ته ماتې ورکړي.