20
الأحد, تشرين1

د کندوز د ګمرک عواید ۹۸ سلنه زیات شوي

Typography

په کندوز ولایت کې د نسبي امنیت د ټینګښت سره سم د دغه ولایت د ګمرک عواید د تیر کال په پرتله ۹۸ سلنه زیات شوي دي.

KDZ gomrok 1

 

 

د کندوز ولايت د ګمرک رئيس عبدالله حارث د عوایدو د زیاتیدو لامل په ګمرک کې د معیاري سیستم جوړول بولي او وايي چې سوداګرو ته یې پوره اسانتياوې برابرې کړي دي. دغه راز د کندوز د مسوولینو لخوا ورسره د امنیت په برخه کې ښه مرسته کیږی، چې د دوی په عوایدو یی نیغ به نیغه مثبتې اغیزې کړي دي.

 

هغه وايي: "دلته د فساد لپاره هیڅ ځای نه دی پاتې او ټول عواید په ښه توګه د افغانستان خزانې ته ځي".

 

د ګمرک رئیس زیاتوي تیر کال ۳۰ سلنه عواید راټول شوي و، خو سږ کال د دقیق فعالیت له مخې په عوایدو کې ۹۸ سلنه زیاتوالی رغلی دی. نوموړی زیاتوي، چې دوی په پام کې لري، چې سوداګرو ته د لا زیات کار او پانګونې زمینه برابره کړي.

 

په ورته وخت کې سوداګر د عوایدو لوړېدل پر دوو لاملونو پورې اړوند بولي، چې یو یې په دغه اداره کې د فساد له منځه تلل دي او بل د امنیتي حالت کې پرمختګ دی.

 

د کندوز ولایت يو سوداګر غلام سخي وايي: پر خپلو امنیتی ارګانونو ویاړو او په هره برخه کې ورسره همکارۍ ته تیار یو.

 

د کندوز ولایت يو بل سوداګر سید محبوب وايي، په کندوز کې شیرخان بندر له هغو مهمو بندرونو څخه دی، چې هیواد له منځنی آسیا سره نښلوی او همدا لاره ده چې د ورځې سلګونه لارۍ موټر پرې تګ راتګ کوي، چې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

 

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، په ټول توان به د دغې سیمې د امنیت لپاره کار وکړي ترڅو سوداګر په ډاډه زړه خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.