20
الأحد, تشرين1

له طالبانو څخه کرکه – له دولت څخه ملاتړ

Typography

افغانان له جګړو، ناامنیو، ویجاړونکو فعالیتونو، د ناقانونه وسله والو له شتون او د نالوستو او بې روزګاره ځوانانو له ګمراه کولو څخه ستړي شوي دي.

Alhaj Sadullah chief religious leader in Badakhshan

د دغو ناخوالو د مخنیوي او له مرکزي دولت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د څرګندولو لپاره په بدخشان ولایت کې ګڼ شمېر قومي مشران، د مدني ټولنو فعالان، دیني عالمان او ځوانان راټول شوي وو.

د بدخشان د دیني عالمانو مشر، الحاج سعدالله وویل، د ناامنۍ، ویجاړونکو فعالیتونو او د ناقانونه وسله والو شتون دښمنانو ته د دې زمینه برابره کړې ترڅو نالوستي کسان د افغان دولت پر ضد راوپاروي. 

ده زیاته کړه: "حتی د تاریخ په اوږدو کې طالبان او ورته نورې ناقانونه ډلې په بدخشان کې کوم ځانګړی شهرت او ځای نه درلوده."

د ښاغلي سعدالله په خبره: "اوس دغه ویجاړونکې ډلې د جهاد په نامه بې ګناه انسانان وژني، پلونه ورانوي او نورې هغه ناوړه کړنې ترسره کوي، چې غوښتنه یې ورڅخه کېږي. اوس زموږ مسوولیت دا دی، چې د دوی مخنیوی وکړو. دوی ژوندي ونیسو او یا یې لمنځه یوسو."

سعدالله یواځینی کس نه دی، چې له دولت او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ، د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د پاڅون غږ پورته کوي.

د بدخشان ولایت یو بل زړور بچۍ او د مدني ټولنې فعال، رستم فایق د هیواد دښمنان د پردیو غلامان بولي او زیاتوي، چې هغوی د پیسو په بدل کې جګړه کوي.

ده زیاته کړه: "څو کاله وړاندې بدخشان د هیواد په شمال کې د سولې او امن کور بلل کېده، خو اوس دغه ولایت د دښمنانانو د لاسوهنو له امله ډیر ناامنه شوی دی."

د فایق په وینا: "د هیواد دښمنان وايي، چې دوی جهاد کوي، حال دا چې د دوی جګړه جهاد نه ده. په حقیقت کې دوی داسې ناوړه کارونه ترسره کوي، چې له امله به یې الله جل جلاله دوی ته هیڅکله بښنه ونه کړي. موږ دوی ټول غندو او ورڅخه غواړو، چې د بیا پخلاینې له بهیر سره یو ځای شي. که چیرې دوی له دغو کړنو ډډه ونه کړي، زموږ امنیتي ځواکونه به دوی د خپلو اعمالو په سزا ورسوي."

د بدخشان د یوې سیمه ییزې شورا رئیس عبدالناجی نظري د افغان دولت په ملاتړ د دا شان غونډو جوړېدل وستایل او ویې ویل، چې دولت د ټولو وګړو د ګډ کور په شان دی. خو که څوک د خپلو کورنیو خوندیتوب غواړي، دلته دې د پردیو د راتګ مخنیوی وکړي.

نظري وویل: "په دولت کې به ښایي ځینې ستونزې موجودې وي، خو دا د دې په معنی نه ده، چې امنیتي ځواکونه دې بې ګناه خلک ووژني، له هغوی دې په ناقانونه توګه مالیه ټوله کړي، د بریښنا مزي دې پرې کړي او یا نور داسې ناوړه کارونه دې وکړي، چې اوس یې طالبان ترسره کوي."

د ده په وینا: "په حقیقت کې طالبان او نورې ناقانونه وسله والې ډلې د ملي ګټو او د هیواد د پرمختګ په اړه هیڅ فکر نه کوي. دوی غواړي افغانستان او افغانان د پرمختګ له کارون څخه بې برخې کړي، دوی دلته بې ثباتي غواړي ترڅو خلک نالوستي پاتې شي، دوی د پرمختګ خنډ کېږي. خو امنیتي ځواکونه د خلکو د هوساینې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او نه غواړي څوک ملکي وګړو ته زیان ورسوي."