21
الأحد, تموز

شعر د افغانستان روح دی

Typography

په افغانستان کې د شاعرۍ له عصري کولو لیوالتیا د شلمې پیړۍ په څلورمې او پنځمې لسیزې کې څیړل کېدای شي.

 

Unity and brotherhood in message

که څه هم د افغانانو دوه پر دریمه برخه لیک او لوست کولی نه شي، خو هر هټیوال، ټکسي چلوونکی او د کوترو شوقیان کولی شي په بېلابېلو مفهومونو سره یوه ښه رباعي، دوه بیتي او یا قصیده د یوه ښایسته نظم په شکل کې راولي.

د تیرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغانستان خزانې، تاریخي څلې او موزیمونه ډیر زیانمن شول، خو د شعر ویلو هنر په خپل حال پاتې دی او د شعر الهام د افغانانو په روح او ذهن کې ځای لري.

شاعران د خپلواکۍ د ورځې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او همداراز د ښځو د زړورتیا او میړانې په اړه شعرونه وایي.

جان محمد بلوچ یو د هغه لسګونو شاعرانو له ډلې څخه دی، چې په دې برخه کې فعالیت کوي.

نوموړی په کندوز ولایت کې د پردیس کلتوري ټولنې رئیس دی.

ښاغلی بلوچ وايي، چې دوی د شعر او شاعرۍ له لارې نه یواځې د خپل هیواد او امنیتي ځواکونو درناوی کوي، بلکې له دغې لارې د ښکلا د نارینه او ښځینه وو د میړانې په اړه هم خپل لیدلوري بیانوي او د کلتور د ژوندي ساتلو هڅې لا ژوندی دي. 

د ده په وینا: "افغانستان داسې یو هیواد دی، چې ګڼ ښایسته ځایونه، کیسې او نور ډیر څیزونه د بیانولو لپاره لري."

نوموړي زیاته کړه: "د شعر د ویلو یو کلیدي عنصر د احساس درلودل دي. شاعران د شعر په ویلو سره خپلو دردونو ته انعکاس ورکوي، موږ داسې شاعران هم لرو، چې لیک او لوست نه شي کولی، خو د شعر بوللو ښه وړتیا لري، دغه هنر د ټولو افغانانو په روح کې شتون لري. افغانانو له پیړیو راهیسې د سیاسي، کلتوري، ټولنیزو او نورو استثنائاتو د پټولو لپاره شعرونه کارولي دي، خو د افغانستان د شاعرۍ ډیری برخه پر مینې او نورو ملي مسئلو متمرکزه ده."

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وویل: "زموږ شاعران د بهر د شاعرانو په شان دي. شاعران د شعر له لارې زموږ کلتور، ځواک، عقل، مینه، دردونه، ښکلا او نور اساسي عناصر بیانوي." نادره سروري هم یوه افغانه ښځینه شاعره ده.

نوموړې د یوې غونډې پر مهال د امنیتي ځواکونو په ویاړ خپل شعر زمزمه کړ او ویې ویل، چې افغانستان د ویاړونو کور دی.

دا ډیر د ویاړ ځای دی چې اوس ځوان نسل له افغان دولت او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې د دښمنانو پر وړاندې مبارزه د دوی په روح کې ځای لري.