18
الخميس, تموز

د طالبانو غیرې انساني کړنې او د امنیتي ځواکونو مسلکي چلن

Typography

ډیری افغانان له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جګړه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر لیوالتیا، انګیزې، کلک هوډ او مسلکي چلن ویاړي.

Observing personal in line of duty FMT BGLKunduz North

 طالبان او نورې وسله والې ډلې اوس د خپلو ناسمو کړنو او وړاندوینو له امله د خلکو په منځ کې خپل اعتبار بایللی دی. طالبان د خلکو په منځ کې ناسم تبلیغات کوي ترڅو له دغې لارې د خلکو ملاتړ ترلاسه او د سپیڅلې جګړې په نوم خپلو موخو ته ځان ورسوي.

په حقیقت کې، طالبان د جنایتکارانو، ځناورو، تیر ایستل شویو او ظالمو بلواګرو یوه ډله ده. بلواګر ددې لپاره روزل شوي ترڅو په بهر کې د خپلو بادارانو په امر افغانان د خپلو موخو لپاره وکاروي او بیا یې لمنځه یې ووژني.

خلک د دوی د ظالمانه کړنو شاهد دي، د بېګناه خلکو د وژلو، له امنیتي ځواکونو سره د جګړې په وخت کې د خلکو په کورونو کې له پناه اخېستل نیولې بیا د پلونو او ښوونځیو تر ورانولو او همداراز د داسې اعمالو ترسره کول، چې اسلام په کلکه منع کړي دي او هیڅ افغان به یې د خپل هیواد او خلکو پر وړاندې ترسره نه کړي، چې دوی ترسره کوي.

خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه نه یواځې د جګړې په ډګر، بلکې د بلواګرو د هر ډول کړنو پر وړاندې خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي ترڅو خپل هیوادوال وژغوري.  

د انجنیرۍ ډلې د دویم کنډک مشر تورن عبدالقدوس د خلکو د خوندیتوب لپاره د وسله والو طالبانو د ویجاړونکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره خلکو ته لارښوونې کوي او له هغوی غواړي، چې د هر ډول نا پیژندل شویو شیانو په لېدو سره د امنیتي ځواکونو نږدې پوستې ته خبر ورکړي او یا له ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي.

نوموړی وايي: "د مسلکي کارکوونکو شتون د هغو ماینونو د شنډولو چارې اسانه کړې دي، چې طالبان یې د ملکي وګړو او یا کاروانونو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کوي. ښه به دا وي، چې دوی له دغو کړنو لاس واخلي، هسې نه چې بیا به د بښنې غوښتلو وخت هم ترې تیر وي، الله جل جلاله قانون ماتوونکو ته د دوزخ وعده ورکړې ده."

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یو دیني عالم قاري باسط وايي، چې د اسلام دین لارښوونې ښکاره او جدي دي، خو هغه څوک، چې اسلام د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، لویه تیروتنه کوي.

دی زیاتوي: "الله جل جلاله په قران کریم کې فرمایلي دي، که څوک یو بیګناه انسان ووژنې په دې معنی ده، چې ټول انسانان یې وژلي وي او که چیرې څوک د یوه انسان ژوند وژغوري په دې معنی ده، لکه ټول انسانان یې، چې ژغورلي وي."

د یادوني وړ ده، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱۸۷ ماینونه د هیواد په شمالي زون کې شنډ کړي دي، چې له امله یې د ډیرو بیګناه انسانانو ژوند ژغورل شوی دی.